د اسد ۲۸ مه، د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستلو ورځ
د اته لسمې پیړۍ په پای کې په نړیواله سطح دوی لوې امپراطورۍ منځ ته راغلې چه یوه د تزاری روس او بله د لوی بریتانیا امپراطوري وه او هر یویې زیار ایسته چې د خپلې واکمنۍ لمنه پراخه کړي. د نیمې پیړۍ په موده کې د تزاری روس امپراطوري په ټوله منځنۍ آسیا باندې خپلې خونړۍ منګولې ښخې کړې. په همدغه موده کې د لویی برتانیا امپراطوري د هند ټوله وچه تر ولکې لاندې راوسته، چی په پایله کې افغانستان د تزاری روس او برتانیا د امپراطوریو په منځ کې د یو حایل هیواد موقعیت اختیار کړ. او دغو دواړو سترو ښکیلاک کوونکو هیوادونو افغانستان تر سیاسي، اقتصادي او فرهنګي فشار لاندې را ووست او له دواړو خاوو څخه د یرغل خطر منځ ته راغی. انګلیسي امپراطوري د وضع د څار او یرغل لپاره خپل اجنټان د ملایانو، سوادګرو او سیلانیانو په بڼه افغانستان ته را واستول، تر څو خپل نیمګړي معلومات بشپړ کړي. وروسته له دې چې انګلیسانو خپل معلومات په بیلابیلو برخو کې پوره کړل، په افغانستان باندې یې په دی پلمه یرغل وکړ چې د افغانستان له لوري د دوی ګټو ته خطر پیښ دی.
انګلیسي لښکرو چې ځان د نیمې نړۍ فاتحان ګڼل بالاخره له داسې ولسونو سره مخ شول چې د خپل هیواد د آزادۍ لپاره له خپل سر او ماله تیر ول. او د انګریزی ښکیلاکګرو په وړاندې د افغانستان له ختیځ نه تر لویدیځه او له سویل نه تر شماله پورې د دی هیواد ټولی پرګنی را پورته شولی او انګریزی یرغلګرو ته یی د جنګ په ډ ګر کی دری پلا غاښ ماتوونکی ماته ورکړه. د افغان او انګلیس په دریم پلا جګړه کښی، برتانیایی یرغلګرو د افغانستان د زړورو جنګیالو په مقابل کی په هره برخه کې یوه شرمناکه ماته وخوړه. په دې جګړه کې په افغانستان کی میشته ټولو پرګنو، ښځینه او نارینه ګډون در لود. د آزادی په دغه ستره او د عظمتونو څخه ډکه جګړه کې د ټولنې د سنتي جوړښت سره سره، چې ښځو ته یې په وسله واله جګړه کې د ګډون حق نه ورکوه، بیا هم د هیواد پیغلو او میندو تر خپلې وسې پورې په دی جګړه کی ونډه واخیسته، چې د بیلګې په توګه د ملالۍ او غازي ادې نومونه د یادولو وړ دي.
د برتانوی یرغلګرو ماتی او افغاني ټولنې استقلال او آزادۍ د انګریزانو د لویی امپراطورۍ د ړنګیدو پیل وو. تردی وروسته د نړی د ټولو هغه هیوادونو وګړو چه د برتانوی اشغالګرو له خوا اشغال شوی وو، د خپل هیواد د آزادۍ هڅې تر پخوا هم لا ګړندۍ کړې چې د انګلیس د استبداد او ظلم د ماڼۍ دیوالونه یې ولړزول او په ډیره لږ موده کې د انګلیسانو افسانوي امپراطورۍ ړنګه شوه چې د تل لپاره هر یرغلګر ته ښه عبرت ګڼل کیږي.
خو په دغې جګړې کې د خلکو د بریاو سره سره بیا هم په هیواد کې یو بنسټیز بدلون را منځته نشؤ او له دغو بریاوو او سرښندنو څخه ناوړه ګټه واخیستل شوه. دا ځکه چې په هیواد کې یوې انقلابي رهبري شتون نه درلود تر څو د خلکو دغه سرتاسري پاڅون رهبري کړي او په هیواد کې یو ولسي حکومت را منځته کړي.
نن یو ځل بیا هیواد د امریکایي ځواکونو او د هغه دی پلویانو په سر کی انګریزی لښکرو تر ښکیلاک لاندې راغلی او زموږ څخه سیاسي، اقتصادي او فرهنګي آزادۍ اخیستل شوۍ ده. نو د هیواد ټولو وګړو، نارینه وو او ښځو ته لازم ده چې تر یو واحدې رهبرۍ لاندې را ټول شي او خپل هیواد د آزادۍ تر پولو پورې ورسوي او دا ځل باید په دغې مبارزه کې ښځې پراخه او فعاله وڼډه واخلي.
د اتم د مارچ د ښځو ډله دا هوډ کوی چې د تاریخ په دغه پړاو کې د یو مخکښ ځواک په توګه د خلکو او په خاصه توګه د ښځو د استعمار ضد او ملي مبارزې مشري په لاس واخلي. نو موږ د هیواد د ټولو کړیدلو او مبارزو ښځو څخه غوښتنه کوو چې په دغې مبارزه کې له موږ سره ګډون وکړي ترڅو خپل تاریخی رسالت پر ځای کړي.
د اتم د مارچ د ښځو ډله
د ١٣٩٠ کال د اسد ۲۸ مه ورځ
*************************************************
سلام زه هم په خپل وارسرده ده اسد ۲۸ مه دافغانستان د خپلواکی ورځ ټولو میلمونوته ده زړه له کومی مبارکی وایم او ده ددی ورځ په ویاړ تاسو ته یو قطعه شعر وړاندی کوم
ته ما نشی ورکولی
په ټانکونو په بمونو به می ړنګ کی کور اولکی
په ایرو به می بدل کړی ده غنمو درمندونه
په اسونو به غوبل کړی هدیره می ده نیکونو
ده ما نبام په تناره کی به می پرینږدی اورونه
په ګودر به می دانحنو مکیزونه ځوانی مرګ کړی
په ناورین به می بدل کړی ده مینؤ سلامونه
زلمی ور به می شهید کړی په ښکاره په لویه لاره
بوډی مور به می ستی کړی په تورتم کی ده ویرونو
ده ځوانی ده ګلو ښته به می مړاوی کی په جیل کی
په خپل سر به می تورن کړی په نازوانو تهمتونو
په انسان می دی قسم وی ای دښمن ده انسان
ته انسان په زولنو نشی تړلی
ته ده شګوودانی یی هره ورځ پسی ڼړیږی
زه بنسټ یم ټینګ ولاړیم هره ورځ پسی تنګیږم
لابه تا خپله ستړیا نه وی ایستی
چی لمسی به می اوچت در ته ولاړوی
ډک ټوپک په لاس نیلولی
ته به څنګه راته تم شی
ستانیکه می ذغلولی
****************************
راځی چه ښکیلاګرو او ملی خاینین او لاسپوڅو پروړاندی پاڅون ټولنیر کړو
د هیواد غیورو ځوانانو !
د ٢٠١١ د اکټوبر ٧ مه ( ١٣٨٩ تله ١٥ ) په رسیدو سره دیر غلګرو او ښکیلاګرو امپریالیستانو په مشری ډلییزډول وژنی جنایت او خلک غلونی نهم کال پوره ګیږی.
له هغه ځایه چه ټولوته مالومه ده چی بوش او د هغه نړیوال شریکان د «مقدس جهاد» او«ترحګرو پروړاندی جنګ » د « ښځو خپلواکی له طالبانو څخه» پیل شو. دا غلونکی غږ په تېرو کلنوکی خلکوته زړه بغنونکی پښی منځ ته راوړی.
امپریالیستان او دهغو ځائی غلامان دخپلی بیاځلی دروغو وعدو په خلاف، اوس ټول منځنی خاور، افغانستان، پاکستان او ټوله سیمه کی فساد او درغلی په لاراچولی او د پراخ اوربلولو ته لارجوړ کړی ده.
د يرغلګرو امپریالستانو اغواګونکی جګری په دومره وخت کی له ځوانانو څخه سرښندنی اخیستی او اخلی.
د غه ځوانان دی چه د اردو او یولیسو په لیکو کی را کاږلکیږی ترڅو دیرغلګرو او ښکیلاګرو پوځونه په هیواد کی دلا تینګښت د پاره پوځی زده کړی ومومیُ.
دا لا سپوڅی او ملی خاینین لږهم د امپریالیستی او د بیرونی ارتجاع پروړاندی د پاڅون لپاره کله د کړیدلی او لسونو غندی احساس نلر دوی ټول د امپریالیستانو لاسپوڅی دی او غواړی مخکی لدی چه پر ایران یرغل وشی د دی اور لمبی دپاکستان خاوری ته د پراخولو لپاره لرګی راټول کړی.
په دومره موده کی چه د یرغلګرو امپریالییتانو او ځایی لاسپوڅو جنایات پدی کړیدلی اولسونو باندی جاری دی لاځوابه ندی پاته شوی اود خلکو ټینک پاڅون سره مخامخ شوی دی.
هرومرودا حڅه وشی چه ددغی زړی ایډیالوژیک - سیاسی سلاح په لاس اخیستو کی نه یواځی څوکالی نه راځی بلکه ترډیرحده د ښکیلاک او تیرې تبر ته لاستی هم ورکوی.
دغه ارتجاعی پاڅون چه د ښکیلاګرو پروړاندی روان دی یوه تاریخی کمزوری لری . ډول ډول ځواکونه چه پدی پاڅون کی ګډ دې د ښکیلاګرو پخواني لاسپوڅی وؤ.
کیدای شی چه دا پخوانی لاسپوڅی د خپل پخوانی څښتن خواته بیا واوړی هغه هم پدی وخت کی چه د جوړجاړی له دولت سره او د «سولی» غږ رژیم لخوا پورته سوی دي.
په افغانستان کی د خلکو ملی او انقلابی ټینګ پاڅون د امپریالستی ښکیلاګرو او د هغو لاسوپوڅو پروړاندی پیل شوی دی نه یواځی دا یوټینګ پاڅون دی بلکه پرته لدی د یو ملی ټولنیز پاڅون لپاره بله لار هم نسته.
په افغانستان کی د خلکو ملی او انقلابی پاڅون کولاشی چه ښکیلاکګرله هیواده شاته وتنبیی او لاسپوڅې رژیم ړڼګ کړی، افغانستان د څوکالی او خپلواکی په لورله اولسی بی عدالتی او د امپریالیستزم له پنجو څخه خلاص کړی.
مرګ پر ښکیلاکګرو او د هغو پر لاسپوڅو!
د پرمختګ هڅه دخلکو،ملی اوانقلابی پاڅون دپیل لپاره!
« د افغانستان د ځوانانو انقلابی غرځنګ »
د ٢٠١١ د اکتوبر ٧ مه( د ١٣٩٠ تله ١٥ مه )
***********************
راځی چه د لاسپوسی رژیم پارلمانی ټولټاکنی وغندو
غیورو هیوادوالو، تریالی او زړورو ځوانانو!
د بیاځل د پاره آغواکونکی پارلمانی ټولټاکنو کمپاین د نوماندوانو ترمنځه پیل شوی دی. ورسته له دی چه افغانستان د امریکا امپریالیزم له خواښکیلاک شو د ټولټاکنی پروسه ددی غارتکرو جنایتکارانو په مشری پیل شوه اوس دویم دوری ته ورسیده.
د پنځه کلوپه تیردو سره لاسپوسی پارلمان ټولو ته ښکاره کړچه دا فرمایشی ټولټاکنی پرته له دی چه د هیواد خلک د غلامی خواته راوبولی او ملی خیانت ته قانونی بڼه ورکړی هیڅ بله لاسته راوړنه نلری.
د ملی خایننو او د امپریالیستانو ډول ډول شعبده بازي لکه: د ولس مشری تولټاکنی؟! پارلمانی ټولټاکنی؟! ډول ډول ارتجاعی جرګی یواځی د هیواد ښکیلاک او د غلام حکومت بقا او ټینګول ته قانونی بڼه ور کول دې.
دغه امپریالیستی-ارتجاعی ټولټاکنی د تودو او په ځانګړی توګه نه یواځی د ځوانانو میړانتوب او تریالی توب لمنځه وړي بلکه دهغو د اغوا لامل هم ګرځی.
په ساده ټکو کی ویلای شوچه په یو مستعمره او نیمه فیودالی هیواد کی چه ټولټاکنی د امپریالیستی ښکیلاګرو مالی او نظامی هر اړخیز حمایت لاندی وی یوازی هوډی دادی چه مزدور او لاس پوسی حکومت څخه ساتنه وکړی او ښکیلاګرو پوځونو ته مشروعیت وبښی .
پرته لدی امپریالیستان او ملی خاینین پدی وسیله کوښښ کوی چه ولس او ځوانان نا خبرو ساتی او دهغوی میړانتوب او سلحشوری له منځه ویسی.
دباور سره مونږ ولیلی شو چه ولسونه او په خاص ډول ځوانان نور پدی چلول او نمایشی کارونو نغولیږی او د دوی د ولس غلوونکی لوبو کی ګډون نکوی. په تیر ولسمشری ټولټآکنو کی د ځوانانو او د خکلو لږګډون، د خلکو او ځوانانو د نفرت بیزای بیانونکی وه.
ځکه اوس د دی وخت رسیدلی چه خلک ټول لری والی پرږدی او یوځای د مزدوررژیم اودهغو خارجی بادارانو فرمایشی ټولټاکنی وغندی او دخلکوملی او انقلابی مقاومت سره ښکیلاک دفع کړی، د امپریالیستی ښکیلاګر او دهغوی لاس پوسی رژیم ړنګولو ته تیارشی؛ یوازی همدا اصولی حماسی حرکت کولاشی چه د یو زرغون او نیک مرغه سباون راتلنکی وی.
بی غوری او بی پروایی د هیواد آینده ته پرته لدی چه د استعمار ،بدبختی ، فلاکت او ارتجاع حکومت ته دوام ورکړی نور د هیڅ شی انتظار نشی کیدایی.
بدی حساس شرایطو کی «د افغانستان د ځوانانو انقلابی غورځنګ» د مزدور رژیم پارلمانی ټولټاکنودغندلوسره سم دټولو انقلابی ، ملی دموکراټیک اوپه جاص ډول دځوانانو څخه دا غواړی چه د پارلمانی ټولټاکنودغندلو سره د خپل میهنی وجیبه ادا کړی اودامپریالیستی او ارتجاعی توطیه د ناکاملو کی د هیڅ رنګ کوښښ نه دریغ ونګړی .
د خلکو ملی او انقلابی مقاومت پرمختګ هڅه د امپریالیستی ښکیلاګرو او ملی خایینین پروړاندی.
د پرمختګ هڅه د مزدور رژیم دویم دوری پارلمانی ټولټاکنود غندلو په موخه
« د افغانستان د ځوانانو انقلابی غرځنګ »
۲۰ وږی ۱۳۸۹
|